دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 265356
د ننګرهار ګمرک له ۱۵ میلیارد افغانیو څخه زیات عواید راټول کړي
د مالیې وزارت وايي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ننګرهار له ګمرک څخه ۱۵ میلیارد او ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۸۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت نن یکشنبه (دلو ۲۳) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغه وزارت د رهبرۍ د ښه مدیریت په پایله کې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ننګرهار ولایت له ګمرک څخه ۱۵ میلیارد او ۹۲۲ میلیونه ډالره عواید راټول شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ١۴۰۱ هجري لمريز کال په لومړيو لسو مياشتو کې د دغه ولايت عوايد ٨ ميليارده او ٧٥٠ ميليونه افغانيو ته رسيدلي چې له دې شمېرې سره سم په روان کال کې ٧ ميليارده او ١٧٢ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.
 
دغه وزارت وايي، د مالیې وزارت د رهبرۍ ښه مدیریت، د ژمنو او مسلکي کارکوونکو ګمارنه او په ګمرک کې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د دغه ولایت د عوایدو د زیاتوالي لاملونه بولي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پکتيا ولايت د ګمرک رياست، چې دې ولايت ته څېرمه پروت دى، ويلي وو، چې د روان کال له پيله يې پنځه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د اداري فساد د نه شتون، د ګمرکي مالياتو د زياتوالي او د سوداګريزو مالونو له چلوونکو څخه د تعرفې د لوړوالي په ګډون د هېواد د ګمرکونو عوايد د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ لوړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccppqie2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته