افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ډاکټرانو د مرکز (MSF) ویب پاڼې نن (سه شنبه، دلو ۱۸) په یوه راپور کې لیکلي چې افغانان د ناسمو محدودیتونو او د ناروغیو د شتون له امله روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې دي.
دغه سازمان سپارښتنه کړې چې د هېوادونو پالیسي جوړونکي، مرستندویه ادارې او سیمه ییز چارواکي دې په کلیو کې د روغتیايي خدمتونو د بیا احیا کولو په برخه کې بېړنۍ کار وکړي، څو دغو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې نړیوال لوبغاړي باید هغه ستونزې حل کړي چې د اقتصادي کړکېچ په پایله کې په دې برخه کې رامنځ ته شوې دي او د روغتیا په برخو کې د پام وړ ښځو د کار کولو ډاډ ورکړي.
په افغانستان کې د بې پولي ډاکټرانو د ټولنې استازی فیلیب ریبیرو وايي، یوه له عمده ستونزو څخه په کلیو کې د مجهزو روغتیايي بنسټونو نشتوالی دی. هغه زياته کړه، چې له همدې امله کليوال اړ دي، چې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه اوږد واټنه سفر وکړي.
د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې د دغه مسوول په وينا، تمه کېده چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د روغتيايي بنسټونو فعاليتونه ښه شي، خو داسې ونه شول.
دې خپرونې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او همدارنګه د کرونا ناروغۍ د خپرېدو په پایله کې نړیوالو مرستو ته د دغه هېواد د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.