دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 264292
په بلخ کې د یخنۍ له امله ۳۶ زره څاروي له منځه تللي
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې وروستي سړې هوا په دغه ولایت کې ۳۶ زره څاروي له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ رییس محمد ذکی مرادی نن چهارشنبه، دلو ۵ مه د خلکو د راپورونو له مخې ویلي چې، وروستي سړې هوا د بلخ په ولسوالیو کې ۳۶ زره څاروي له منځه وړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې ډېرى ورک شوي څاروي د چمتال، چهارکوټ، زارع، کشنده، کلدار او شورتېپې ولسواليو دي.
 
د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ د مدیر په وینا، د یخنۍ له امله ډېری څاروي له منځه تللي وزې او پسونه دي چې په څړځایونو کې اوسېدل.
 
مرادي زياته کړه چې په بلخ کې ١١١٩٦٤٠ څاروي شته چې ١٢١٠٠٠ يې د لوږې او يخنۍ له خطر سره مخ دي.
 
د بلخ د کرنې رياست د مالدارۍ رييس وويل، چې د دغه ولايت کروندګرو ته ډېر زيانونه اوښتي او دې رياست د يوې غونډې په ترڅ کې له ټولو بنسټونو وغوښتل، چې له کروندګرو سره مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې په شمال کې د وروستۍ یخنۍ له امله په سرپل، فاریاب، جوزجان، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان کې زرګونه څاروي له منځه تللي دي
https://avapress.com/vdcaoynuu49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته