دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 263993
د مایع ګاز په کارولو کې بې احتیاطي/ په هرات کې د ګاز نیوني له امله ۱۴۰ تنه مسموم شوي
د هرات د حوزوي روغتون مسئولين وايي، چې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې دې روغتون ته نږدې ١٤٠ د ګازو مسموم شوي ناروغان راوړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مشر احمد فرهاد افضلي رسنیو ته وویل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات حوزوي روغتون بیړنۍ څانګې ته له ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ پورې ناروغان راوړل شوي دي.
 
ډېری دغه ناروغان ښځې او ماشومان دي چې په خپلو کورونو کې د ګازو له امله مسموم شوي دي.
 
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له ګازو کار اخلي.
 
په همدې حال کې ډاکټران خبرداری ورکوي چې په کورونو کې د مایع ګازو په کارولو کې بې احتیاطي مرګونې ده.
 
https://avapress.com/vdchwxnix23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته