کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مایع ګاز په کارولو کې بې احتیاطي/ په هرات کې د ګاز نیوني له امله ۱۴۰ تنه مسموم شوي

28 جدی 1401 ساعت 15:52

د هرات د حوزوي روغتون مسئولين وايي، چې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې دې روغتون ته نږدې ١٤٠ د ګازو مسموم شوي ناروغان راوړل شوي دي.


آوا - د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مشر احمد فرهاد افضلي رسنیو ته وویل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات حوزوي روغتون بیړنۍ څانګې ته له ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ پورې ناروغان راوړل شوي دي.
 
ډېری دغه ناروغان ښځې او ماشومان دي چې په خپلو کورونو کې د ګازو له امله مسموم شوي دي.
 
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له ګازو کار اخلي.
 
په همدې حال کې ډاکټران خبرداری ورکوي چې په کورونو کې د مایع ګازو په کارولو کې بې احتیاطي مرګونې ده.
 


د مطلب کود: 263993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263993/د-مایع-ګاز-په-کارولو-کې-بې-احتیاطي-هرات-نیوني-له-امله-۱۴۰-تنه-مسموم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com