دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 263755
انګلستان او جاپان موافقه وکړه چې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي
د جاپان لومړي وزير لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې تېره شپه له خپل برتانوي سيال سره وکتل او له دغه هېواد سره يې د ګډو پوځي تمرينونو د ترسره کولو په اړه هوکړې ته ورسېدل.
افغان غږ خبری آژانس: د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا چې لندن ته تللی، تیره شپه له خپل انګلیسي سیال، ریشي سوناک سره له کتنې او خبرو وروسته د دغو تمرینونو د ترسره کولو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.
 
د جاپان د لومړي وزیر ویاند هیکاریکو اونو د شمالي کوریا د توغندیو په ازموینو د نیوکې په ترڅ کې وویل: «له بده مرغه موږ ولیدل چې چین او روسیه په پرله پسې ډول ګډ پوځي تمرینونه کوي.»
 
د جاپان د لومړي وزير وياند د لندن تړون د دواړو هېوادونو تر منځ په پوځي او دفاعي همکاريو کې د بدلون نقطه وبلله او ويې ويل، چې د دغه تړون پر بنسټ به يو شمېر جاپاني پوځيان په انګلستان کې د اوکراين د پوځيانو د روزنې په برخه کې ځاى پر ځاى شي.
 
همدارنګه، انګلستان به دا فرصت ولري چې خپل ځینې سرتیري جاپان ته واستوي.
 
په همدې حال کې د بريتانيا د صدراعظم د دفتر وياند هم وويل: له جاپان سره دفاعي او امنيتي همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه او د نړيوال امنيت په لاره کې ده.
https://avapress.com/vdcdks0xkyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته