کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انګلستان او جاپان موافقه وکړه چې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي

23 جدی 1401 ساعت 12:16

د جاپان لومړي وزير لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې تېره شپه له خپل برتانوي سيال سره وکتل او له دغه هېواد سره يې د ګډو پوځي تمرينونو د ترسره کولو په اړه هوکړې ته ورسېدل.


آوا: د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا چې لندن ته تللی، تیره شپه له خپل انګلیسي سیال، ریشي سوناک سره له کتنې او خبرو وروسته د دغو تمرینونو د ترسره کولو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.
 
د جاپان د لومړي وزیر ویاند هیکاریکو اونو د شمالي کوریا د توغندیو په ازموینو د نیوکې په ترڅ کې وویل: «له بده مرغه موږ ولیدل چې چین او روسیه په پرله پسې ډول ګډ پوځي تمرینونه کوي.»
 
د جاپان د لومړي وزير وياند د لندن تړون د دواړو هېوادونو تر منځ په پوځي او دفاعي همکاريو کې د بدلون نقطه وبلله او ويې ويل، چې د دغه تړون پر بنسټ به يو شمېر جاپاني پوځيان په انګلستان کې د اوکراين د پوځيانو د روزنې په برخه کې ځاى پر ځاى شي.
 
همدارنګه، انګلستان به دا فرصت ولري چې خپل ځینې سرتیري جاپان ته واستوي.
 
په همدې حال کې د بريتانيا د صدراعظم د دفتر وياند هم وويل: له جاپان سره دفاعي او امنيتي همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه او د نړيوال امنيت په لاره کې ده.


د مطلب کود: 263755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263755/انګلستان-او-جاپان-موافقه-وکړه-چې-ګډ-پوځي-تمرینات-ترسره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com