دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 263194
په کندز کې د څه دپاسه ۴۲ زره جریبه غصب شوې ځمکې بیرته نیول
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له ۴۲ زره جریبه زیات غصب شوې ځمکې له ۱۷۰ زره جریبه څخه بېرته ترلاسه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس امان الله حسن نن یکشنبه د جدی ۱۱ مه وویل چې ۴۲ زره ۵۵۹ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ازاده شوې ده.
 
د کندوز د کرنې رئيس زياته کړه، چې غصب شوې ځمکې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د قلعه ذال او امام صاحب په ولسواليو کې دي، چې په تېرو شلو کلونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دې ولايت کې ١٧٠ زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
 
امان زياته کړه، چې د دغه ولايت زياتره غصب شوې سيمې کرنيزې ځمکې، څړځايونه او د استوګنې سيمې دي.
 
د کندز د کرنې رئیس ټینګار وکړ چې دولتي ځمکې به له راګرځولو وروسته په اجاره ورکړل شي او پیسې به یې د دولت خزانې ته ولګول شي.
 
هغه وويل، د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ به د دغه ولايت د ټولو غصب شويو سيمو تر بېرته ترلاسه کولو پورې دوام وکړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت حکومت له تیرو دریو میاشتو راهیسې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د بیرته نیولو لړۍ پیل کړې او د بیرته راګرځولو لړۍ یې په شدت سره دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcaoenuy49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته