د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له ۴۲ زره جریبه زیات غصب شوې ځمکې له ۱۷۰ زره جریبه څخه بېرته ترلاسه شوي دي.
په کندز کې د څه دپاسه ۴۲ زره جریبه غصب شوې ځمکې بیرته نیول
11 جدی 1401 ساعت 10:58
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له ۴۲ زره جریبه زیات غصب شوې ځمکې له ۱۷۰ زره جریبه څخه بېرته ترلاسه شوي دي.
آوا - مزار شریف: د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس امان الله حسن نن یکشنبه د جدی ۱۱ مه وویل چې ۴۲ زره ۵۵۹ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ازاده شوې ده.
د کندوز د کرنې رئيس زياته کړه، چې غصب شوې ځمکې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د قلعه ذال او امام صاحب په ولسواليو کې دي، چې په تېرو شلو کلونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې ١٧٠ زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
امان زياته کړه، چې د دغه ولايت زياتره غصب شوې سيمې کرنيزې ځمکې، څړځايونه او د استوګنې سيمې دي.
د کندز د کرنې رئیس ټینګار وکړ چې دولتي ځمکې به له راګرځولو وروسته په اجاره ورکړل شي او پیسې به یې د دولت خزانې ته ولګول شي.
هغه وويل، د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ به د دغه ولايت د ټولو غصب شويو سيمو تر بېرته ترلاسه کولو پورې دوام وکړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت حکومت له تیرو دریو میاشتو راهیسې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د بیرته نیولو لړۍ پیل کړې او د بیرته راګرځولو لړۍ یې په شدت سره دوام لري.
د مطلب کود: 263194