دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 263154
د ازبکستان پور تادیه شوی او د بریښنا د وارداتو قرارداد تمدید شوی دی
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر بلخ ته په خپل سفر کې ازبکستان ته د اسلامي امارت د یو نیم کال د حکومت د ۳۵ میلیونه ډالرو پور او د برښنا د پیسو د ورکړې په اړه یې ټینګار وکړ او وویل: چې دغه هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې به د برېښنا د وارداتو قرارداد تمدید کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د پنجشنبی په ورځ د جدی په ۸ مه مزار شریف ښار ته د بریښنا د واردولو د تړون د لاسلیکولو په موخه داخل شو.
 
نوموړي وویل: چې د اسلامي امارت حکومت د تېر حکومت پاتې ۳۵ میلیونه ډالر تادیه کړي او ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال به د اسلامي امارت د یو نیم کال واکمنۍ د برېښنا بیل هم ورکړي.
 
هغه زياته کړه، خلک بايد د برېښنا له کمښت څخه اندېښمن نه وي او د پخوا په څېر دې د افغانستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د هېواد د برېښنا قرارداد لاسليک شي.
 
دغه راز د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د هېواد په لوېديځه برخه کې د بادي برېښنا د شبکې د جوړېدو خبر ورکړ او ويې ويل: په پام کې ده چې په هرات او فراه ولايتونو کې د بادي برېښنا شبکه جوړه شي.
 
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې په ټول هېواد کې به د برېښنا د بیلونو د ورکړې لګښت یو شان کړي، څو د ټولو ولایتونو خلک وکولای شي د برېښنا بیلونه په یو شان حساب کړي.
 
په همدې حال کې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه پر برېښنا تکیه کوي، چې د حکومت لپاره تل یوه ننګونه ده.
 
https://avapress.com/vdcgnw9xtak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته