افغان غږ خبری آژانس: د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنیو چارو مرستیالې انیسه خزالي په خپل ټویټر اکاونټ کې لیکلي دي چې د ښځو چارو د کمیسیون د وروستۍ غونډې په څنډه کې مو په دغه کتنه کې ګډون کړی و. د دغه کمیسیون له مشرې سره په کتنه کې هغې له ایران څخه د افغان کډوالو د ملاتړ له امله مننه او قدرداني وکړه.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې څرګنده کړه، ایران چمتو دی چې د پوهنتون د زده کړو په بېلابېلو پړاوونو کې د افغان مېرمنو زده کړو ته دوام ورکړي او د دغه هېواد له ګرانو مېرمنو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید رسول موسوي په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې دی چمتو دی د هغو ښځینه محصلینو ومني چې په افغانستان کې یې له زده کړو پاتې دي.
له بلې خوا، د پیام نور پوهنتون د پرانیستې او لیرې زده کړو د څیړنې مرکز مشر د افغان ښځینه محصلینو د مجازی او لیرې زده کړو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد نديم په يوه رسمي اعلاميه کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړى و، چې د ښځينه محصلينو تحصيل دې تر بل خبر پورې وځنډوي.