کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان میرمني کولای شي چي د ایران په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي

5 جدی 1401 ساعت 10:22

د ایران د ښځو د چارو وزارت مرستیالې د افغانستان په پوهنتونونو کې د افغان ښځو د زده کړو په اړه د اسلامي امارت بندیز ته په اشارې سره وویل: ایران چمتو دی چې د دغه هیواد له ګرانو میرمنو سره په بیلابیلو پړاوونو کې د زده کړو د دوام لپاره مرسته وکړي.


آوا: د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنیو چارو مرستیالې انیسه خزالي په خپل ټویټر اکاونټ کې لیکلي دي چې د ښځو چارو د کمیسیون د وروستۍ غونډې په څنډه کې مو په دغه کتنه کې ګډون کړی و. د دغه کمیسیون له مشرې سره په کتنه کې هغې له ایران څخه د افغان کډوالو د ملاتړ له امله مننه او قدرداني وکړه.
 
د ښځو چارو وزارت مرستیالې څرګنده کړه، ایران چمتو دی چې د پوهنتون د زده کړو په بېلابېلو پړاوونو کې د افغان مېرمنو زده کړو ته دوام ورکړي او د دغه هېواد له ګرانو مېرمنو سره مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید رسول موسوي په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې دی چمتو دی د هغو ښځینه محصلینو ومني چې په افغانستان کې یې له زده کړو پاتې دي.
 
له بلې خوا، د پیام نور پوهنتون د پرانیستې او لیرې زده کړو د څیړنې مرکز مشر د افغان ښځینه محصلینو د مجازی او لیرې زده کړو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد نديم په يوه رسمي اعلاميه کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړى و، چې د ښځينه محصلينو تحصيل دې تر بل خبر پورې وځنډوي.
 


د مطلب کود: 262883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262883/افغان-میرمني-کولای-شي-چي-د-ایران-په-پوهنتونونو-کې-خپلو-زده-کړو-ته-دوام-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com