افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون دوشنبه (قوس ۲۸) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې ده او په دې برخه په هیواد کې د بشري حقونو هیڅ سرغړونه نه ده شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او د نړۍ پر سولې او امنیت یې د اغیزو په اړه خپل نوی راپور خپور کړ.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، موږ د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د افغانانو ټولو حقونو ته درناوي ته ژمن یو او پر وړاندې به یې ګام پورته نه کړو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګنده کړه، هغه مسایل چې په غرب کې پلي کیږي، زموږ په هیواد کې نه پلي کیږي، ځکه زموږ د هیواد نوم افغانستان دی او دلته اسلامي نظام حاکم دی.
بلال کریمي د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې ګڼي او وايي چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې او د پخواني رژیم لسګونه زره کارکوونکي چې په بېلابېلو څانګو کې یې کار کاوه خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
په دغه راپور کې ګوتریش ویلي چې اسلامي امارت باید د تبعیض او بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي.
د دغه راپور له مخې، د افغانانو آزادي او اساسي حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو آزادي په جدي توګه تر پښو لاندې شوې او د نجونو او ښځو د زده کړې او کار په حق کې محدودیتونه، په ټولنیزو کارونو کې د هغوی ګډون او خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه دوام لري.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې دوی د اسلام له نظره د بشري حقونو مراعات کوي او د نړیوالو سازمانونو او لویدیځو هیوادونو څرګندونې بهانه ګڼي.