افغان غږ خبری آژانس - د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي دي چې د تاشکند په غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت ډیر ښه دریځ لري.
د اسلامي امارت په پلاوي کې د مالیې وزیر او د نورو برخو استازي هم شامل دي، نوموړي وویل چې دغه پلاوی به د دې غونډې له لارې د افغانستان هیلې او اړتیاوې نړیوالو ته ورسوي.
د ښاغلي کریمي په وینا، د تاشکند غونډه ښيي چې اسلامي امارت د هېوادونو له ښه تعامل سره مخ دی.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي، د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان په اړه په نړيوال كنفرانس كې د ګډون په موخه پرون د (اسد ۳) د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د افغانستان په اړه د درېیو ورځو لپاره جوړ شي.
همدارنګه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تاشکند غونډې ته افغان پلاوی چې مشري یې امیرخان متقي کوي؛ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پرون دوشنبه د (اسد ۳) له ولادیمیر نوروف سره؛ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.
تراوسه څرګنده نه ده چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر کومو مسایلو خبرې کړې.