کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلال کریمي: په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې ده

29 قوس 1401 ساعت 9:42

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د نوي راپور په غبرګون کې دغه راپور له حقیقته لرې ګڼي او وایي، چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې ده د پخواني رژیم په زرګونو کارکونکي چې په بیلابیلو سکتورونو کې یې کار کاوه خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون دوشنبه (قوس ۲۸) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې ده او په دې برخه په هیواد کې د بشري حقونو هیڅ سرغړونه نه ده شوي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او د نړۍ پر سولې او امنیت یې د اغیزو په اړه خپل نوی راپور خپور کړ.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، موږ د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د افغانانو ټولو حقونو ته درناوي ته ژمن یو او پر وړاندې به یې ګام پورته نه کړو.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګنده کړه، هغه مسایل چې په غرب کې پلي کیږي، زموږ په هیواد کې نه پلي کیږي، ځکه زموږ د هیواد نوم افغانستان دی او دلته اسلامي نظام حاکم دی.
 
بلال کریمي د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې ګڼي او وايي چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې او د پخواني رژیم لسګونه زره کارکوونکي چې په بېلابېلو څانګو کې یې کار کاوه خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
 
په دغه راپور کې ګوتریش ویلي چې اسلامي امارت باید د تبعیض او بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي.
 
د دغه راپور له مخې، د افغانانو آزادي او اساسي حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو آزادي په جدي توګه تر پښو لاندې شوې او د نجونو او ښځو د زده کړې او کار په حق کې محدودیتونه، په ټولنیزو کارونو کې د هغوی ګډون او خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه دوام لري.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې دوی د اسلام له نظره د بشري حقونو مراعات کوي او د نړیوالو سازمانونو او لویدیځو هیوادونو څرګندونې بهانه ګڼي.
 


د مطلب کود: 262592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262592/بلال-کریمي-په-هېواد-کې-د-بشري-حقونو-وضعیت-اړه-ملګرو-ملتونو-راپور-له-حقیقته-لرې-ده

آوا
  https://www.avapress.com