دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 262480
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان وضعیت څیړي
د یوناما له اعلان سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري چې په درېیو ورځو کې په نیویارک کې په خپله غونډه کې د افغانستان وضعیت وڅېړي.
افغان غږ خبری آژانس: یوناما نن (شنبه، قوس ۲۶) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د ډسمبر په ۲۰مه په نیویارک کې جوړه شي.
 
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تمه ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وروستی درې میاشتنی راپور امنیت شورا ته وړاندې کړي.
 
یوناما ویلي چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته هم وینا وکړي.
 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان وضعیت څیړي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې امنیت شورا ته خبرداری ورکړی او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پناه ځایونو په اړه کره اسناد سپارلي دي.
 
https://avapress.com/vdch6iniv23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته