کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان وضعیت څیړي

26 قوس 1401 ساعت 16:46

د یوناما له اعلان سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري چې په درېیو ورځو کې په نیویارک کې په خپله غونډه کې د افغانستان وضعیت وڅېړي.


آوا: یوناما نن (شنبه، قوس ۲۶) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د ډسمبر په ۲۰مه په نیویارک کې جوړه شي.
 
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تمه ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وروستی درې میاشتنی راپور امنیت شورا ته وړاندې کړي.
 
یوناما ویلي چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته هم وینا وکړي.
 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان وضعیت څیړي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې امنیت شورا ته خبرداری ورکړی او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پناه ځایونو په اړه کره اسناد سپارلي دي.
 


د مطلب کود: 262480

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262480/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-افغانستان-وضعیت-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com