دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 262333
د ملا هبت الله اخندزاده تر بندیز وروسته په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او قاچاق کم شوی دی
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده له لوري د بندیز فرمان له صادرېدو وروسته د نشه يي توکو کښت او قاچاق کم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د نشه یی توکو پر کښت او قاچاق د بندیز له اعلان وروسته، دغه ناوړه پدیده په هیواد کې کمه شوې ده.
 
ټکور زیاته کړه: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق نه یوازې کم شوی، بلکې ریښې یې هم له منځه تللي او د کورنیو چارو وزارت به هېڅکله په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او قاچاق ته اجازه ورنه کړي.
 
ټکور همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت تل د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزې ته پوره چمتووالی لري.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو ځینو بنسټونو ویلي چې افغانستان لا هم د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې د جدول په سر کې دی، خو اسلامي امارت تل د نړیوالو بنسټونو راپورونه د هېواد د واقعیتونو خلاف لوستلي او رد کړي دي.
 
  په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ له نشه ‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېره اوونۍ کې یې لس تنه د نشه‎ يي توکو د قاچاق، لېږد او پلور په جرم نیولي دي.
 
اعلامیه زياته کړه: له دغو کسانو سره بېلابېل نشه يي توکي لکه ټابليټ K، شراب، چرس، پوډر، شيشه او په ورته وخت کې درې عرادې موټران چي د نشه يي توکي پکي بار وو نيولي دي، چې د يادو مجرمينو اړوندو ارګانونو ته وړاندي شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcexw8wxjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته