افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین ۳:۰۰ بجې رامنځته شوې ده.
د چارواكو په وينا، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې يو كرولا له مزارشريف څخه د بغلان ولايت پر لور روان و، چې د خلم ولسوالۍ په صياد سيمه كې له يوه ټېلر ډوله موټر سره ټکر شو او په پايله كې يې دواړو موټرو ته اور ولګېد.
د دغې پېښې ټول قربانيان نارينه دي او ټپيان د درملنې په موخه مزارشريف ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې په مزارشريف کې دولتي سرچينې وايي چې په دې پيښه کې ټپيان سخت سوځيدلي دي.
په همدې حال کې په تېرو دوو اوونيو کې د هېواد شمال د ګڼو ترافيکي پېښو شاهد دى چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرون ماښام په فارياب کې د يوې بلې ترافيکي پيښې له امله ١٤ تنه مړه او ټپيان شول.