افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د پنجشنبی په ورځ (قوس ۳) د بلخ ولایت د دهدادی ولسوالۍ پنځوس بستریز روغتون او د ابو علی سینا بلخی حوزوی روغتون د تشخیصی څانګی پرانستل شول.
دغه راز د دغه روغتون د انتظار خونې د ودانۍ د بنسټ ډبره د عامې روغتیا وزارت د مرستیالانو په حضور کې کېښودل شوه.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په دې خبرې سره چې اسلامي امارت ټولو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ښه شرایط رامنځته کړي.
دده په وینا؛ د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکتور له ټولو هغو کارکوونکو څخه چې د مختلفو دلایلو له مخې له افغانستان څخه وتلي دي غوښتي چې هیواد ته راستانه شي او په خپل پخواني موقف کې خپلې دندې ترسره کړي.
د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ وزير ډاکټر حسن غياثي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د دغه وزارت يوه متوازنه څېړنه وبلله او ويې ويل: په ټول هېواد کې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي د ثابتولو لپاره شپه او ورځ کار کوي.
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله توانا وويل: دبلخ ولايت دابو علي سينا تحصيلي روغتون لپاره د انتظار خونه چې د۴۰۰ متر مربع مساحت په لرلو سره دڅلويښت زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي. دا پروژه د عامې روغتیا وزارت په بودیجه او د ملګرو ملتونو د دفتر په همکارۍ په عصري او مجهزو اسانتیاو سره د څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس وايي: د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۵۰ بستريز روغتون ودانۍ په شپږ جريبه ځمکه کې د ۶۹ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې او د ۷۲ ميليونه افغانيو په ارزښت طبي وسايل پېرل شوي دي.
د هغه په وينا، د دهدادي ولسوالي روغتون د هېواد په ولسواليو کې بې ساري دى، چې د ٤٠ پرسونل په لرلو سره د سيمې خلکو ته ٢٤ ساعته ټول خدمات وړاندې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت وياند په دې وروستيو کې د شمالي ولايتونو په روغتونونو او کلينيکونو کې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي لپاره د کار نوې لارې چارې اعلان کړې او ويلي يې دي: د شري او پوليو واکسين کمپاين به پيل شي.