افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په بلخ ولایت کې د سیلو د ډوډی برخې له څلور لسیزو ځنډ وروسته د افغانستان د صنایعو د مرکزي رئیس او د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې په کار پیل وکړ.
د افغانستان د مرکزي سیلو مشر مولوي نصرت منصور چې د بلخ ولایت د سیلو د بیکري څانګې د بیا پرانیستلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل: په مزارشریف کې د سیلو د ډوډي څانګې بیا فعالول د د اسلامي امارت د مسؤلینو د کار پایله ده.
هغه زیاته کړه: دا سکټور له څه باندې څلورو لسیزو اوږده وقفې وروسته بېرته فعال شوی چې د پرمختګ لپاره یې د پرسونل قراردادونو په برخه کې د دولتي ارګانونو همکارۍ ته اړتیا ده.
ده په دوام کي وويل: رئیس الوزرا دولتي ارګانونو ته امر کړى دى چې له دولتي سیلوګانو څخه خپله قراردادي ډوډۍ ترلاسه کړي او ډير ژر به په ټول افغانستان کې ټولې سیلوګاني فعاله شي. د افغانستان په سیلو کې د غنمو زیاته اندازه زیرمه شوې او دا د هیواد یو له مهمو ظرفیتونو څخه دی.