افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال پرون سه شنبه (قوس ۱) اعلان وکړ، چې کابل ته یې د ډبرو سکرو د لیږد بهیر په ارزانه بیه هیوادوالو ته د خرڅلاو په موخه پیل کړی دی.
د دغه دولتي چارواکي د اعلان پر بنسټ، د پلان له مخې به د کابل ښار په ۳۲ ځایونو کې ۴۰۰ زره ټنه سکاره لېږدول او پر خلکو پلورل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ډبرو سکرو د لېږد او رالېږد بهیر ۸ شرکتونو ته سپارل شوی دی.
تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د کابل ښار اوسېدونکو ته یې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وړاندې کولو په موخه دا ډول اقدام کړی دی.
د دولت ډبرو سکرو په یوه ټن کې د ۹۰۰۰ افغانیو په بدل کې پر خلکو به وویشل شي. په داسې حال کې چې په آزاد بازار کې د ډبرو سکرو بیه په یو ټن کې ۱۴۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
بل خوا د رئیس الوزرا د دفتر د اقتصادي چارو مرستيال ويلي دي چې د ګازو د نرخونو د كنټرول ځانګړې كمېټې ته يې د احتياطي تدابير نيولو هدايات كړې دي.
د دې ادارې مرستیال له دې وړاندې ویلي و چې د مایع ګازو د بیو د کنټرول لپاره یې د خصوصي او دولتي سکتورونو په ګډون یوه ځانګړې کمېټه موظف کړې ده.
د روان کال له پيل راهيسې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو د زياتوالي له امله د هېواد په کورنيو بازارونو کې د دبرو سکرو بيه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.