دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 260786
د مرکزي بانک لخوا ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي
د مرکزي بانک د چارواکو په وینا، دغه بانک په پام کې لري چې تر راتلونکې شنبې (عقرب ۲۱) ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه بانک پرون (چهارشنبه، عقرب ۱۸) د یوې خبرتیا په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي".
 
په اعلامیه کي ویل شوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نشته، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.
 
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcev78wpjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته