کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي بانک لخوا ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي

19 عقرب 1401 ساعت 10:21

د مرکزي بانک د چارواکو په وینا، دغه بانک په پام کې لري چې تر راتلونکې شنبې (عقرب ۲۱) ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي.


آوا: دغه بانک پرون (چهارشنبه، عقرب ۱۸) د یوې خبرتیا په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي".
 
په اعلامیه کي ویل شوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نشته، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.
 
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 260786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260786/د-مرکزي-بانک-لخوا-۱۴-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com