دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 260554
کمال خان بند ته د ملا برادر سفر
کمال خان بند ته د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر سفر کړی.
افغان غږ خبری آژانس: اسلامی امارت تیره شپه (عقرب ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د لومړی وزیر اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخند د نیمروز ولایت د کمال خان بند له مسوولینو سره وکتل او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
 
نوموړي د کمال خان بند يوه ملي او حياتي پروژه وبلله او د دغه بند د مسوولينو د هلو ځلو او نوښتونو ستاينه يې وکړه.
 
د کمال خان بند په افغانستان کې د اوبو د کنټرول له مهمو پروژو څخه دی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
 
د کمال خان بند د ۱۴۰۰ لمریز کال د حوت په میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر له خوا پرانیستل شو.
 
https://avapress.com/vdchmvnik23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته