کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کمال خان بند ته د ملا برادر سفر

14 عقرب 1401 ساعت 15:35

کمال خان بند ته د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر سفر کړی.


آوا: اسلامی امارت تیره شپه (عقرب ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د لومړی وزیر اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخند د نیمروز ولایت د کمال خان بند له مسوولینو سره وکتل او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
 
نوموړي د کمال خان بند يوه ملي او حياتي پروژه وبلله او د دغه بند د مسوولينو د هلو ځلو او نوښتونو ستاينه يې وکړه.
 
د کمال خان بند په افغانستان کې د اوبو د کنټرول له مهمو پروژو څخه دی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
 
د کمال خان بند د ۱۴۰۰ لمریز کال د حوت په میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر له خوا پرانیستل شو.
 


د مطلب کود: 260554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260554/کمال-خان-بند-ته-د-ملا-برادر-سفر

آوا
  https://www.avapress.com