افغان غږ خبری آژانس: د سمنګانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د میوو او سبزیجاتو د ترویج رئیس نجیب الله جویا نن پنجشنبه د میزان ۷ مه وویل چې د دغه ریاست چارواکو د سمنګانو له باغونو څخه لیدنه وکړه. په تېرو ورځو کې د دغه ولايت د څېړنو په پايله کې څرګنده شوه چې د سمنګانو د بادامو محصولات د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زيات شوي دي.
د جويا په وينا، د دوى د شمېرو پر بنسټ به سږ کال په دغه ولايت کې بڼوال د بادامو له پلورلو څه باندې ١١٣٨ ميليونه افغانۍ عايد ولري.
هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ٤٨٨٠ هکتاره ډېره د بادامو باغونه دي، چې د حضرت سلطان او خرمصار په ولسواليو کې دي.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د وچې مېوې سوداګر هم د حاصلاتو له زياتوالي او ښه بازار څخه خوښ دي.
د سوداګرو په وينا، د سمنګانو ٤٠ سلنه بادام په هېواد کې دننه پلورل کېږي او ٦٠ سلنه يې د هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون بهر ته د سوداګرو او شرکتونو له خوا لېږدول کېږي.
دا مهال په ايبک ښار کې يو کيلو بادام د ستارباي، خيرالديني، شکورباي، قنبري، مروجي، تودبي، کاغذي او سنګک په نومونو له ۱۵۰ څخه تر ۶۵۰ افغانيو پورې پلورل کېږي چې تر ټولو ښه يې ستاربای دی.
په همدې حال کې په سمنګانو ولايت کې د باغدارۍ فرهنګ اوس د بزګرانو ترمنځ د سالمې سيالۍ په حال کې دى او نن سبا د دغه ولايت اوسيدونکي په کرنيزو ځمکو سربېره په کرنيزو ځمکو کې هم د بادامو نيالګي کري.