دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 258829
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپلو ارمنستاني او اذربایجاني سیالانو سره وکتل
پرون (دوشنبه، ۲۸ سنبله) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپلو ارمنستاني او اذربایجاني سیالانو سره د سولې او اوربند د ټینګښت په موخه وکتل.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹) د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر آرارات میرزویان او د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بیراموف سره د نیویارک په یوه هوټل کې وکتل.
 
دا د تېرې اونۍ له دوه ورځني کړکېچ وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ لومړۍ مخامخ ناسته ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په تاوتريخوالي کې د دواړو خواوو تر ۲۰۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
 
د راپورونو له مخې د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ادعا کړې چې د اذربایجان جمهوریت له پوځ سره په دوه ورځنیو نښتو کې ۱۰۵ ارمني پوځیان وژل شوي او د ارمنستان لس کیلومتر مربع ځمکه د اذربایجان له خوا نیول شوې ده.
https://avapress.com/vdcj8oe8huqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته