کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپلو ارمنستاني او اذربایجاني سیالانو سره وکتل

29 سنبله 1401 ساعت 11:57

پرون (دوشنبه، ۲۸ سنبله) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپلو ارمنستاني او اذربایجاني سیالانو سره د سولې او اوربند د ټینګښت په موخه وکتل.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹) د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر آرارات میرزویان او د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بیراموف سره د نیویارک په یوه هوټل کې وکتل.

 
دا د تېرې اونۍ له دوه ورځني کړکېچ وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ لومړۍ مخامخ ناسته ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په تاوتريخوالي کې د دواړو خواوو تر ۲۰۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
 
د راپورونو له مخې د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ادعا کړې چې د اذربایجان جمهوریت له پوځ سره په دوه ورځنیو نښتو کې ۱۰۵ ارمني پوځیان وژل شوي او د ارمنستان لس کیلومتر مربع ځمکه د اذربایجان له خوا نیول شوې ده.


د مطلب کود: 258829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258829/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-له-خپلو-ارمنستاني-او-اذربایجاني-سیالانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com