دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 258739
په نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ د نوې ترانزیتي لارې د جوړېدو چارې پیل شوې
په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ به نوې ترانزیتي لار جوړه شي. لامل يې په دغه ولايت کې د ورېښمو د پله تنګوالی او د سوداګريزو مالونو د تېرېدو په برخه کې د سوداګرو د ستونزو د هواري هڅې په ګوته شوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد په لویدیځ کې د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د یوې نوې ترانزیتی لارې د جوړېدو کار روان دی.
 
دغه سرچینې ویلي، چې د نیمروز ولایت د ورېښمو د پُل د تنګي له امله به نوی ترانزیتي سړک جوړ شي.
 
د ورېښمو پول د زرنج ښار او د ایران د ملک پولې تر منځ یوازینۍ نښلوونکې پوله ده چې د دغه پل نیمه برخه د ایران او نیمه برخه یې د افغانستان په خاوره کې ده.
 
د دوی په خبره، د دې نوې لارې د جوړېدو موخه د سوداګرو د ستونزو هوارول او د سوداګریزو مالونو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
 
د نيمروز ولايت سوداګرو د نوې ترانزيټي لارې د جوړېدو هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې په دې اقدام سره به د سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل د افغانستان او ايران تر منځ د سرحدي نقطې په توګه وخت په وخت د ګڼې ګوڼې شاهد وي.
 
https://avapress.com/vdcjtoe8huqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته