کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ د نوې ترانزیتي لارې د جوړېدو چارې پیل شوې

27 سنبله 1401 ساعت 9:10

په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ به نوې ترانزیتي لار جوړه شي. لامل يې په دغه ولايت کې د ورېښمو د پله تنګوالی او د سوداګريزو مالونو د تېرېدو په برخه کې د سوداګرو د ستونزو د هواري هڅې په ګوته شوي.


آوا - هرات: د هېواد په لویدیځ کې د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د یوې نوې ترانزیتی لارې د جوړېدو کار روان دی.
 
دغه سرچینې ویلي، چې د نیمروز ولایت د ورېښمو د پُل د تنګي له امله به نوی ترانزیتي سړک جوړ شي.
 
د ورېښمو پول د زرنج ښار او د ایران د ملک پولې تر منځ یوازینۍ نښلوونکې پوله ده چې د دغه پل نیمه برخه د ایران او نیمه برخه یې د افغانستان په خاوره کې ده.
 
د دوی په خبره، د دې نوې لارې د جوړېدو موخه د سوداګرو د ستونزو هوارول او د سوداګریزو مالونو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
 
د نيمروز ولايت سوداګرو د نوې ترانزيټي لارې د جوړېدو هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې په دې اقدام سره به د سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل د افغانستان او ايران تر منځ د سرحدي نقطې په توګه وخت په وخت د ګڼې ګوڼې شاهد وي.
 


د مطلب کود: 258739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258739/په-نیمروز-کې-د-افغانستان-او-ایران-ترمنځ-نوې-ترانزیتي-لارې-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com