افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغو ځواکونو نن سه شنبه د سنبلې په ۲۲مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د کندز والي او د ملکي او نظامي ادارو د مسوولینو په ګډون په کې ګډون کړی وو، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د هغه په وينا، دغه ځواکونه د کندوز، تخار، بغلان، بدخشان له ولايتونو څخه وو او د ملي پوليسو د اکاډمۍ په روزنيز مرکز کې د ٦ اوونيو لپاره روزل شوي وو.
عبيدي زياته کړه، چې دا په شمال ختيځ زون کې د ملي پوليسو د روزنيز مرکز د امنيتي ځواکونو دويمه فراغت دوره ده، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د غبرګولي له مياشتې راهيسې يې څه باندې پنځه زره پوليس په مسلکي توګه روزلي دي.