دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 257859
امریکايي اشغالګر په ذلت سره له هیواده وشړل شول
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو او له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د کلتور او ټولنیزو چارو مسؤل وايي، چې امریکايي اشغالګر ځواکونه له هېواده د افغانانو په زور په ډیر ذلت او رسوایی سره ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن سه شنبه (سنبلي ۸) د کابل ښاروالۍ له لوري د اسلامي امارت د مسؤلینو، متنفذینو، ورزشکارانو او عامو خلکو په حضور کي د کابل په چهلستون باغ کې د «افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو جشن  ولمانځنل شول.
 
حبیب الرحمن منصور؛ دکابل ښاروالۍ داطلاعاتو او کلتور مسؤل وويل: افغانان؛ امريکايي يرغلګر په ډير ذلت سره له هيواد څخه وشړل.
 
نوموړي ویلي چې تر ۴۴ زیاتو هېوادونو پر افغانستان بریدونه کړي او ښوونځي، جوماتونه او کورونه یې بمبار کړي دي. خو د افغانستان خلک سره متحد او له افغانستانه یې دغه کفار وشړل.
 
دکابل ښاروالۍ داطلاعاتو اوفرهنګ مسؤل زياته کړه: داسلامي امارت مشرانو په غوره مديريت سره وتوانيدل چې يرغلګر له هيواد څخه وباسي او کله چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ نو فکر يې کاوه چې دايمي دي.
 
هغه څرګنده کړه چې د اسلامي امارت په حکومت کې قوميت، ژبني تعصب نشته او دا نظام د افغانستان د خلکو په خدمت کې دی.
 
له بلې خوا مولوي شاه محمد؛ دیني عالم وویل: پخواني شوروي اتحاد غوښتل چې هیواد اشغال کړي؛ خو د افغانستان خلکو د خدای په توکل هغوی وشړل.
 
هغه وویل چې د اسلامي امارت مشران باید تکبر ونه کړي، ځکه تکبر د تباهۍ سبب کیږي.
 
دغه دیني عالم دې ته په اشارې سره چې ګواکې امریکا به افغانستان ته بیا راشي، وویل: که امریکا وغواړي چې یو ځل بیا زموږ هیواد اشغال کړي، موږ به یې پر وړاندې بیا جګړه وکړو.
 
محمد خان د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې یوه ګډونوال وویل: خوښ یو چې له شلو کلونو وروسته مو هېواد له اشغال څخه خلاص شو.
 
هغه وویل چې اوس هیواد د بهرنیانو له اشغال څخه خلاص شوی او د دې وخت رارسیدلی چې افغانستان د اسلامي امارت او اتباعو په لاس کې وي.
 
د خپلواکۍ په دې جشن کې د بېلابېلو ورزشکارانو تر څنګ شاعرانو هم د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه شعرونه وړاندې کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې يو کال وړاندې د اګست په ٣٠مه له افغانستانه وروستی امريکايي سرتېرى ووت او له شاوخوا ٢٠ کلونو وروسته دغه هېواد د بهرنيانو له شتون څخه آزاد شو.
 
https://avapress.com/vdcbszb59rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته