افغان غږ خبری آژانس: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د څانګې مشر عبیدالرحمن نظامي د شنبې په ورځ (سنبله ۵) د منصور احمد خان پر ځای دندې ته معرفي شو.
نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د عمومي رییس او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
منصور احمد خان تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفیر و.
په افغانستان کې به د خان دنده په دریو ورځو کې پای ته ورسیږي.
ټاکل شوې چې نظامي د اګست میاشتې تر پایه د منصور احمد خان د ماموریت له بشپړېدو وروسته په کابل کې د پاکستان په سفارت کې کار پیل کړي.