افغان غږ خبری آژانس: د فواید عامې وزارت چارواکو د دغې لویې لارې له ټولو مسافرو غوښتي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې پر دې لار له تګ راتګ ډډه وکړي.
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د تېرو څو ورځو ويجاړونکي سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه ټویټ کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتي چې خپل بشري ماموریت سرته ورسوي او په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا لوګر او غزني کې له سیلاب ځپلو سره مالي مرستې وکړي.
نظري دغه راز له مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې د قربانيانو لپاره د سرپناه او کورونو په جوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
که څه هم د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت له مسوولینو سره په لیدنه کې په ۱۱ ولایتونو کې له ۶۰۰۰ کورنیو سره لومړنۍ مرستې اعلان کړې، خو د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه لوړه ده او په دې برخه کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.