افغان غږ خبری آژانس: یوه چاودنه تېر ماښام (سنبلي ۱۹) د دشت برچي پر سړک د بهار سراب بازار ته څېرمه او بله د پل خشک په درې لارې کې رامنځته شوه.
داسلامي امارت دکورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع تکور ويلي دي چې دغه چاودنه په دوو بايسکلونو کې د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو له امله شوې ده .
بل خوا د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، په دې دوو چاودنو کې درې تنه ټپیان شوي دي.
خو؛ عيني شاهدانو په دغو دوو پېښو کې د ټپيانو شمېر ١٦ تنه ښودلى او ويلي يې دي، چې ټپیان د پېښې ځاى ته نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کابل لویدیځ د شیعه ګانو یوه سیمه ده، چې خلک یې تل تر هدفي بریدونو لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکې ادارې د شیعه ګانو د امنیت د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.