افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار د فواید عامې ریاست نن دوشنبه (اسد ۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست تخنیکي ټیم تېره شپه ۲ بجې د کابل – جلال اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه.
دغه لويه لاره پرون يکشنبه، د اسد ٢مه له سېلاب وروسته د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
باید و ویل شي، چې پرون سېلابونو د جلال اباد – کابل لویې لارې ډېرې برخې ویجاړې کړې.
په ورته وخت کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې سېلابونو هېوادوالو ته ډېر زیانونه اړولي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.