دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 256120
ملا برادر له سېلاب ځپلو سره پر مرستو ټينګار وکړ
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د هیواد په لسو ولایتونو کې د سیلابونو له امله په اوښتو زیانونو د خواشینۍ په څرګندولو سره د یو پیغام په خپرولو سره اړوندو ادارو ته امر کړی چې له زیانمنو سره لازمې مرستې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: نن دوشنبه د اسد ۳مه د سېلابونو قربانیانو ته د رئیس الوزرا اقتصادی  معاون ملا عبدالغنی برادر د تسلیت پیغام را استولی دی، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو یو شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
ملا برادر په خپل پیغام کې اړوندو ادارو ته امر کړی چې له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
 
په ورته وخت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو له امله له ۳۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
د دغه وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني وايي، د تېرو دوو ورځو د سېلابونو په پایله کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
 
دده په وینا؛ دغه سېلابونه چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې راوتلي، خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcb50b5grhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته