کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا برادر له سېلاب ځپلو سره پر مرستو ټينګار وکړ

3 اسد 1401 ساعت 13:21

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د هیواد په لسو ولایتونو کې د سیلابونو له امله په اوښتو زیانونو د خواشینۍ په څرګندولو سره د یو پیغام په خپرولو سره اړوندو ادارو ته امر کړی چې له زیانمنو سره لازمې مرستې وکړي.


آوا: نن دوشنبه د اسد ۳مه د سېلابونو قربانیانو ته د رئیس الوزرا اقتصادی  معاون ملا عبدالغنی برادر د تسلیت پیغام را استولی دی، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو یو شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
ملا برادر په خپل پیغام کې اړوندو ادارو ته امر کړی چې له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
 
په ورته وخت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو له امله له ۳۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
د دغه وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني وايي، د تېرو دوو ورځو د سېلابونو په پایله کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
 
دده په وینا؛ دغه سېلابونه چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې راوتلي، خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
 


د مطلب کود: 256120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256120/ملا-برادر-له-سېلاب-ځپلو-سره-پر-مرستو-ټينګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com