افغان غږ خبری آژانس، په سرپل ولایت کې د «اسلامي امارت» یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: بلخاب په بشپړه توګه طالبانو ته سپارل شوی دی.
سرچينه زياتوي: لا تر اوسه لا معلومه نه ده چې مولوي مهدي چېرته تښتېدلی دی.
په همدې حال کې دولتي سرچینو
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، جګړه تېره شپه تر ۸ بجو پورې دوام وکړ، چې د اسلامي امارت ځواکونه د مخفي لارو له لارې بلخاب ته ننوتل او ولسوالي یې ونیوله.
خو په سرپل کې يوې بلې ځايي سرچينې
افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې د بلخاب مرکز سقوط کړى دى. خو د ولسوالۍ په ګلرزو سيمه کې جګړه دوام لري.
سرچينې زياته کړه، چې اوس هم د مخابراتي انتنونه کار نه کوي او له دې ولسوالۍ څخه د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي.
په همدې حال کې د مولوي مهدي او «اسلامي امارت» تر منځ له دوو میاشتو کړکېچ وروسته، جګړه د پنجشنبې په ورځ پیل شو او پرون د جګړې له مرکز څخه د پوځي هلیکوپترو په رسېدو سره شدت پیدا کړ.
په دغو نښتو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو کره شمېر لا نه دی معلوم او د «اسلامي امارت» چارواکو دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان کړې.
مولوي مهدي یو له هغو طالب قوماندانانو څخه و چې پخوا د بامیان د استخباراتو مشر ټاکل شوی و. خو له دې مقامه د هغه لرې کول د دې لامل شول چې له «اسلامي امارت» سره اختلاف پیدا کړي.