دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 42762
د سرپل په مرکزي زندان کې چاودنه شوی، چې په پایله کې یو شمېر زندانیان تښتیدلي
د سرپل په مرکزي زندان کې تیره شپه چاودنه شوې ده، چې په نتیجه کې یې یو شمېر زندانیان تښتیدلي دي.


د ازادۍ راډیو خبریال د چارواکو په حواله وايي، چې د چاودنو سره په یوه وخت پر زندان د وسله والو له خوا حمله هم وشوه.

په پيښه کې لږ تر لږه ۴ زندانیان زخمیان شوي دي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین ازادۍ راډیو ته نن وویل، چې پولیسو په وخت د زیاتو زندانیانو د تيښتې مخنیوی وکړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirya5.t1arq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته