کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخاب ولسوالۍ د سقوط په اړه متضاد راپورونه؛ مولوي مهدي «تښتیدلي»

4 سرطان 1401 ساعت 9:49

سیمه ییز چارواکي او دولتي سرچینې وايي، د جګړې له پراخېدو وروسته د جمعې په شپه د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د اسلامي امارت له لوري ونیول شوه او مولوي مهدي له سیمې وتښتېد. خو ځينې نورې سرچينې بيا د ولسوالۍ د مرکز سقوط تاييدوي؛ خو ویل کیږي چې جګړه په یوه بله سیمه کې هم دوام لري.


آوا، په سرپل ولایت کې د «اسلامي امارت» یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، آوا ته وویل: بلخاب په بشپړه توګه طالبانو ته سپارل شوی دی.
 
سرچينه زياتوي: لا تر اوسه لا معلومه نه ده چې مولوي مهدي چېرته تښتېدلی دی.
 
په همدې حال کې دولتي سرچینو آوا ته وویل، جګړه تېره شپه تر ۸ بجو پورې دوام وکړ، چې د اسلامي امارت ځواکونه د مخفي لارو له لارې بلخاب ته ننوتل او ولسوالي یې ونیوله.
 
خو په سرپل کې يوې بلې ځايي سرچينې آوا ته وويل، چې د بلخاب مرکز سقوط کړى دى. خو د ولسوالۍ په ګلرزو سيمه کې جګړه دوام لري.
 
سرچينې زياته کړه، چې اوس هم د مخابراتي انتنونه کار نه کوي او له دې ولسوالۍ څخه د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي.
 
په همدې حال کې د مولوي مهدي او «اسلامي امارت» تر منځ له دوو میاشتو کړکېچ وروسته، جګړه د پنجشنبې په ورځ پیل شو او پرون د جګړې له مرکز څخه د پوځي هلیکوپترو په رسېدو سره شدت پیدا کړ.
 
په دغو نښتو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو کره شمېر لا نه دی معلوم او د «اسلامي امارت» چارواکو دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان کړې.
 
مولوي مهدي یو له هغو طالب قوماندانانو څخه و چې پخوا د بامیان د استخباراتو مشر ټاکل شوی و. خو له دې مقامه د هغه لرې کول د دې لامل شول چې له «اسلامي امارت» سره اختلاف پیدا کړي.
 


د مطلب کود: 254733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254733/د-بلخاب-ولسوالۍ-سقوط-په-اړه-متضاد-راپورونه-مولوي-مهدي-تښتیدلي

آوا
  https://www.avapress.com