افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار (پنجشنبه سرطان۲) په خپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي چې د قطر د بشري مرستي یوه الوتکه تیره شپه په کابل کې رارسیدلي دي.
د هغه په وينا، ايران هم زلزله ځپلو ته د بشري مرستو دوه الوتکې رالیږلي دي.
مجاهد لیکلي، چې له پاکستان څخه خوراکي او د اړتیا وړ اته لارۍ موټر د ځمکې له لارې پکتیکا ولایت ته رسېدلي دي.
د جاپان، امریکا او جرمني حکومتونو هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د سه شنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د پکتیکا او خوست په ګډون د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.
د اسلامي امارت د وروستیو احصایو له مخې یوازې د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر زرو زیات کسان وژل شوي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان دي.
اسلامي امارت له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له مرستندویه موسسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په ځینو ولایتونو کې اوسیدونکو هم د قربانیانو لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.