دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 103454
بحرین،په سیمه کی د ایران د رغنده رول په لوبونی ټینګار وکړ

دبحرین  خارجه  وزیر، د داعش  د ترهه ګری  ډلی  سره  په  مبارزه کی، د ایران  داسلامی  جمهوریت  په  اغیزمن  رول  باندی  ټینګار  وکړ .
د تسنیم  خبری  آژانس  د رپوټ  له  مخی، د بحرین  خارجه  وزیر، شیخ  خالد بن  احمد آل   خلیفه، پرون د دغه هیواد په پایتخت؛ منامه کی، د امنیتی  کنفرانس   په  افتتاحیه  مراسموکی  وویل : ایران  باید، په  هر امنیتی  ځواک کی چی، په  سیمه کی  دهغه  د جوړولو امکان  وجود لری؛ حضور  ومومی .
شیخ  خالد بن احمد آل خلیفه  زیاته کړه :  د داعش   د افراطی  او ټرور یسټی  عقایدو  دماتی  په  منظور  باید، د سیمی  د هیوادونو ترمنځ  اړیکی، پراختیا  پیداکړی .
د بحرین   خارجه  وزیر  وویل :  د ټروریزم  سره  په  مقابله کی، پوځی  حل  لاره  کافی  نه  ده .
امنیتی کنفرانس، پرون، د نړۍ  د مختلفو هیوادونو د دفاع  وزیرانو، پوځی  مقامونو، او نړیوال  امنیت  د مسئلی  د کار پیژاندو او نمایندګانو په  حضورکی، د  بحرین  په  پایتخت  پرانیستل شو، او تر سبا  پوری به ، دوام  ولری .

سرچينه : دصدیا افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.net/vdccp1qs02bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته