افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: امان الله حسن؛ د کندز د کرنې او اوبو لګولو رئیس
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په ۳۹۷۷ هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې له دې جملې څخه به شاوخوا ۱۰۳۰۸۴ ټنه حاصلات ترلاسه شي.
مولوي امان زياته کړه، چې تېر کال د کندوز د هندواڼو حاصلات سل زره ټنو ته رسېدلي وو، چې د تېر کال په پرتله سږ کال پنځه سلنه زياتوالى ښيي.
د هغه په وينا، د کندوز د هندواڼو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د کرنې د نوي سيستم، د اصلاح شويو او لوړ حاصل لرونکو تخمونو معرفي او همدارنګه د کرنې رياست د کارکوونکو له خوا بزګرانو ته لارښوونه او روزنه ده.
د کندز د کرنې رئیس زیاته کړه چې سږ کال د للمي په سیمه کې ۶۵۲ هکتاره هندواڼې کرل شوي دي. خو د باران د نه وریدو له امله زیانمن شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د هندواڼو بازار نسبتا ښه دی، خو د کندز د کرنې ریاست هڅه کوي چې ښه بازار پیدا کړي، څو کروندګر ترې زیاته ګټه پورته کړي.
د کندوز يو شمېر کروندګر په دغه ولايت کې د هندواڼو د بيې له ټيټوالي شکايت کوي او وايي چې د بهرنيو هندواڼو د واردولو له امله يې مېوې په ټيټه بيه پلوري. دوی پر حکومت غږ کوي چې په دغه ولایت کې د هندواڼو بیې کنټرول کړي.