کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال د کندز د نیلي هندواڼو حاصلات تر سلو زرو ټنو زیات شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 23 جوزا 1401 ساعت 9:09

د کندوز د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات سل زره ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - مزارشریف: امان الله حسن؛ د کندز د کرنې او اوبو لګولو رئیس آوا ته وویل: سږ کال په ۳۹۷۷ هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې له دې جملې څخه به شاوخوا ۱۰۳۰۸۴ ټنه حاصلات ترلاسه شي.
 
مولوي امان زياته کړه، چې تېر کال د کندوز د هندواڼو حاصلات سل زره ټنو ته رسېدلي وو، چې د تېر کال په پرتله سږ کال پنځه سلنه زياتوالى ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، د کندوز د هندواڼو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د کرنې د نوي سيستم، د اصلاح شويو او لوړ حاصل لرونکو تخمونو معرفي او همدارنګه د کرنې رياست د کارکوونکو له خوا بزګرانو ته لارښوونه او روزنه ده.
 
د کندز د کرنې رئیس زیاته کړه چې سږ کال د للمي په سیمه کې ۶۵۲ هکتاره هندواڼې کرل شوي دي. خو د باران د نه وریدو له امله زیانمن شوی دی.
 
هغه ټینګار وکړ چې د هندواڼو بازار نسبتا ښه دی، خو د کندز د کرنې ریاست هڅه کوي چې ښه بازار پیدا کړي، څو کروندګر ترې زیاته ګټه پورته کړي.
 
د کندوز يو شمېر کروندګر په دغه ولايت کې د هندواڼو د بيې له ټيټوالي شکايت کوي او وايي چې د بهرنيو هندواڼو د واردولو له امله يې مېوې په ټيټه بيه پلوري. دوی پر حکومت غږ کوي چې په دغه ولایت کې د هندواڼو بیې کنټرول کړي.
 


د مطلب کود: 254150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254150/سږ-کال-د-کندز-نیلي-هندواڼو-حاصلات-تر-سلو-زرو-ټنو-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com