دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 194143
کندوز دوو ولسوالیو باندی طالبانو ډله ییز برید په شا ټمبول شوي
آوا خبرګزاری، بلخ: کندوز پولیسو قوماندانی اعلان کړي چی امنیتی ځواکونه کندوز ولایت چهار دره او دشت ارچی ولسوالیو باندی طالبانو ډله ییز بریدونه په شا ټمبولي دی.

عبدالرشید بشیر، کندوز پولیسو قومانده په دی اړه وویل: تیره شپه ۱:۳۰ بجو په شاوخوا طالبانو ځينی جنګ ماران د چهاردره او دشت ارچی ولسوالیو امنیتی پوستو باندی بریدونه کړي چی د امنیتی او دفاعی ځواکونو سخت دریځ سره مخ شوی دی.
ښاغلی بشیر زیاته کړه چی طالبانو جنګیدونکې سختو تلفاتو لیدلو سره شاته ټمبول شوي او نښته سهار ۴ بجی پای ته ورسیده.
هغه په وینا په دی نښتو کې امنیتی ځواکونو ته کوم تلفات نه دی اوښتی.
د دشت ارچی ولسوالی چی د طالبانو تر تصرف لاندی وو، د څو ورځنیو مشترکو عملیاتو په ترڅ کې امنیتی او دفاعی ځواکونو تصرف لاندی ورغلي.
د کندوز پولیسو قومانده معلوماتو په اساس، د دشت ارچی په تصفیه شوی سیمو کې نوی پوستی رامنځته شوی او امنیتی او دفاعی ځواکونه پکې ځای پرځای شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchkknzx23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته