امنیتی ځواکونه یو عملیات د کندوز په ولایت کې ترسره کړي چی په ترڅ کې یی د طالبانو یو زندان کشف او ۱۵ تنه نور امنیتی سرتیری او ملکی وګړي آزاد شوی دی.
دا عملیات تیره شپه د کماندو او ملی امنیت ۹۰ قطعه ګډو ځواکونو له لوری، د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالی کې ترسره شو.
په دی عملیات کې د طالبانو یو بندیخانه له منځه تللی او ۱۵ تنه نور د هغوی څخه ژغورل شوی دی.
په دی عملیات کې، طالبانو نږدی ۶ تنه وژل شوی او هغوی د مهماتو یو دیپو له منځه تللی دی.
په همدی حال کې د ملی دفاع وزارت په اعلامیه کې وایی چی آزاد شوی کسان امنیتی سرتیری او ملکی وګړی دی چی د طالبانو په زندان کې وو.
طالبان تراوسه ددی پیښی په اړه څه نه دی ویلی.