افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: انصارالله انصاری؛ د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: دغه نندارتون نن د جوزا ۱۸ مه د تالقان ښاروالۍ د ودانۍ مخې ته د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د ولايت مقام په همکارۍ پرانيستل شو او تر دريو بجو به دوام وکړي.
د هغه په وينا، په دې نندارتون کې د ديني، سياسي، فرهنګي او ټولنيزو برخو په ګډون څه باندې لس زره ټوکه کتابونه او د اونيزو او مياشتنيو مجلو زرګونه ټوکه نندارې ته وړاندې شوي دي.
انصاري په دې خبرې سره چې ددغه نندارتون دجوړولو مقصد په ميامي ښار کې د ليک لوست د فرهنګ دودول دي او ويې ويل: ددغه مهم فرهنګ بنسټيز کول په ټوليزه توګه د ځوانانو مسووليت دى.
هغه زیاته کړه: د هر انسان د روغتیا او هوساینې لوړه کچه د هغه د فکر او په روغتیا پورې اړه لري او د هر انسان د فکري روغتیا کچه د هغه د لوستلو په کچي پورې اړه لري.
په ورته وخت کې په یاد نندارتون کې ګډون کوونکو ځوانانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د انجونو په ګډون د ټولنې ټولو طبقو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او د لوستلو د فرهنګ د ودې په موخه نور پروګرامونه په لاره واچوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له بلخ څخه تر بدخشان پورې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په موخه د خلکو په ځانګړي ډول ځوان نسل کې د لوستلو د فرهنګ د دودولو په موخه د کتابونو څو نندارتونونه جوړ شوي دي.