دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 253751
نورستان کې اور لګېدنه/ ځايي اوسېدونکي: د اور د کابو کولو لپاره کوم پلاوی نه دی رسېدلی
د نورستان ولایت په ځنګلونو کې اورلګېدنه په داسې حال کې دولسمې ورځې ته داخله شوه، چې د عامو سرچینو په وینا د اسلامي امارت د مسؤلینو له څرګندونو سره سره تراوسه د اور د اړولو لپاره کوم پلاوی نه دی راغلی. ويل کيږي چې تر اوسه پورې د دغه ولايت له ځنګلونو څخه څه دپاسه ٢٠٠ جريبه ځمکه سوځول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په نورستان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې نن (شنبه د غبرګولي ۱۴مه) وايي چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د دره شمام په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.

یوه سرچینه وايي چې تر اوسه د اور د کمولو لپاره د سیمې خلکو له شته امکاناتو کار اخیستی، خو اغېزمن نه دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد عجب وويل، چې ټول خلک له څو ورځو راهيسې د اور د کابو کولو لپاره خپل کوښښونه کړي، خو د اور د پراخوالي له امله د دوی هڅې ناکامې شوې دي.

د ځایي خلکو په وینا، که څه هم د اور وژنې ډلې سیمې ته استول شوي، خو د اور د کابو کولو لپاره کوم ټیم نه دی رسېدلی.

خو د نورستان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سميع الحق حقبين رسنيو ته وويل، چې اورلګېدنه د نورستان په ځنګلونو کې شوې ده.

نورستان د هېواد په ختيځ کې يو غرنى ولايت دى چې طبيعي ځنګلونه لري.
 
https://avapress.com/vdciwparzt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته